د کرنسۍ سمګلرانو نومونه په هوایی ډګر رازوړند کړې شول

0
97

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په رسنیو کښې داسې خبرونه خپاره شوي دي چې ددې هیواد په هوایی ډګر د هغه کسانو نومونو را زوړند شوي دي چې هغوی د هیواد نه په ناقانونه توګه د کرنسۍ یعني د روپو په سمګلنګ کښې ککړ دي.

د رپورټ مطابق د پاکستان مرکزي بانک د اجازت نه بغیر به هیڅوک هم و نه شی کولې چې کرنسې د هیواد نه بهر بل کوم ملک ته انتقال کړي او که څوک هم په هوایی ډګر یا په پوله ونیول شول نو ایف آیی اې به د هغه تن په ضد سخته قانوني کاروایی وکړي.
یاده دي وی چې څو ورځې وړاندې داسې رپورټو په رسنیو کښې خپاره شو چې د پاک افغان پوله تورخم او داسې د ملک نور هوایی ډګر نه د بهر هیوادونو ته په ناقانونه توګه روپې او د نور هیوادونو کرنسي او ډالر وړل شی چې بیا په ملک کښې ددې هیواد روپې قیمت کمي وجه جوړیږي او په ملک کښې د خوراکي توکو او نور ضروري سامان قیمتونه هم ددې کرنسي سمګلنګ په وجه زیاتیږي.
د مشرق ورځپانړې د رپورټ مطابق په پیښور کښې د باچاخان هوایی ډګر کښې د خیبر پښتونخوا د مختلفو سیمو صوابۍ، دیر او قبایلی علاقو داسې کسان چې د کرنسۍ په ناقانونه توګه انتقال کښې ککړ دي،ددوی نومونه په دې هوایی ډګر رازوړند کړي دي.
یاده دې وي چې په پاک افغان پوله تورخم هم د کرنسۍ ناقانونه توګه انتقال کیږي او ډیر ځل ځای اهلکارو په زرګونو او لکونو د بهرنی هیوادونو کرنسي نیولې ده چې د پاکستان نه ی افغانستان ته سمګل کوي.

Leave a reply