د امریکا حکومت وایی چې طالبان باید دا یقیني کړي چې داعش، تحریک طالبان پاکستان او نور د سیمې سوله نه ګډوډوي.

0
83

باغی ټي وي رپورټ
امريکا له پاکستان سره د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو مثالي کول غواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرائس رسنیو ته په خبرو کې ویلي، چې د امریکا او پاکستان تر منځ قوي سوداګریزې اړیکې دي.

ده ووئيل مونږ د پاكستان سره اقتصادي او تجارتي اړيكې مثالي كول غواړو، د پاكستان او امريكې سرمايه كارۍ لپاره د وزيرانو غونډه روانه ده۔دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند وويل امريکا په پاکستان کې دتيرو څو لسيزو راهسې تر ټولو لوړ سرمايه کاره ده اؤ پکار ده چې پاکستان سره په انرژۍ، زرعي سامان اؤ نورو برخو کې تجارت ته وده ورکړي.

نیډ پرائس وویل چې په یوه کال کې له پاکستان سره زموږ پانګونه شاوخوا ۵۰ سلنه زیاته شوې ده.هغه زیاته کړه، امریکا او پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې ګټې لري، طالبان باید دا یقیني کړي چې داعش، تحریک طالبان پاکستان او نور د سیمې سوله نه ګډوډوي.

Leave a reply