د پاسپورټ عمومي ریاست ټولو هیوادوالو ته په انلاین بڼه پاسپورټ د بیا ویش د پیل خبر ورکړی.

د پاسپورټ عمومي ریاست ټولو هیوادوالو ته په انلاین بڼه پاسپورټ د بیا ویش د پیل خبر ورکړی.
23 فبروري 2023
د پاسپورت ریاست د خپلو درنو هېوادوالو ستونزو ته په پام سره، ددې ریاست رهبرۍ د پرېکړې له مخې د ۱۴۰۱ کال د کب د میاشتې په لسمه نېټه چې د راتلونکي چارشنبې له ورځې سره برابره ده د پاسپورټونو د ویش بهیر د انلاین سیستم له لارې په ټول هېواد کې پیلوي.
نو په دې ترڅ کې هغو درنو هېوادوالو ته چې اوسنۍ او پخوانۍ هستوګن ځای یې ولایتونه دي کولای شي، چې د انلاین فورم له لارې چې پخوا یې مرکزي ریاست ته نوملیکنه کړې ده خبر ورکوي؛ چې انلاین سیسټم ته په ننوتلو سره دوی کولای شي، چې خپلې فورمې اړوندو ولایتونو ته بدلې کړي.
دا چې د پاسپورټ عمومي ریاست د هېوادوالو غوښتنو ته د ژر رسېدنې او اسانتیا په موخه پرېکړه کړي ده، چې ټول هغه د انلاین فورم لرونکي چې پخوا یې مرکز کابل ته د انلاین سیسټم له لارې نوملیکنه کړې ده سیسټم ته د ننه شي او د اړوند ولایت په ټاکنې سره خپل ولایت ته د نوبت په ورکړې او د پیل کېدو سره سم حاضر شي.
اړوند موضوعات
از چهارشنبه هفته آینده مجموعه توزیع گذرنامه در سراسر کشور آغاز می شود
د ولایتونو چارې په ولایتونو کې کیږي،په مرکز کې د اجرا وړ نه دي او د ولایتي امریتونو په ټاکنې سره مو چارې اسانه، نوبت مو ورسره وړاندې کېږي او ستاسو انتظار ورسره راکمېدلای شي.






