د عمران خان امر له مخې په ضلع خیبر کښې د پی ټي آیی مشرانو هم جیل بهرو تحریک پیل کړي دې، یو شمیر مشرانو ګرفتارۍ ورکړي دي
باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل او جمرود کښې هم نن د عمران خان په امر د پاکستان تحريک انصاف مشرانو او نور فعالانو د جيل بھرو تحريک لاندي د ګرفتارۍ ورکولو لپاره د لنډي کوتل پوليس سټيشن ته لاړل. شول۔
د پاکستان تحریک انصاف مشرانو شیرمت خان اپریدی، حاجی ضرب الله شینواری، حاجي عظمت علي شینواری، انعام افریدي، عابد افريدي ، مبين افريدي او د پارټۍ نورو مشرانو او کارکنانو وينا وه چې په اوله مرحله کښې مو 85 کارکنان د جيل بهرو تحريک لپاره تيار کړي خو د لنډې کوتل پولیس سټیشن په زندان کښې د بنديانو شمېر زيات دى او د ظرفيت د کمښت له امله دا مهال بنديان نه شي نيولاى او کله چې په جيل کښې ځایی وي، نو دوی به زنداني شوي.
په دی موقع د پاکستان تحریک انصاف نائب صدر حاجی ضرب الله شینواری عرف حاجی بابا حاجی شیرمت خان آفریدی او حاجی عظمت علی شینواری او نورو پارټی مشرانو او کارکنانو اوویل چی د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان او پخوانی وفاقی وزیر پیر نورالحق قادري په لارښوونه د جيل بھرو تحريک پيل شوى او په هېواد کښې به د نوي ټاکنو ترسره کېدو پورې به يې مبارزه روانه وي