د پیسو نړیوال صندوق (IMF) له پاکستان غوښتي او ټینګار کړی چې خپل پولي سیاست دې سخت کړي.

0
179

باغی ټي وي رپورټ
د پیسو نړیوال صندوق (IMF) پر پاکستان ټینګار کړی چې خپل پولي سیاست دې سخت کړي.

پرون د پاکستان او IMF ترمنځ یوه مجازی غونډه وشوه چې په کې د پاکستان لخوا د عملې کچې د موافقې د بشپړولو هڅې وشوې.
سرچينې وائي چې پاکستان په خپل وخت دمخنيوي گامونو اخستو لپاره دوامداره فشار سره مخ دى، ائي ايم ايف د پولي سياست په سختولو ټينګار کړى دى.

د مانيټري پاليسۍ سختولو سره به د سود نرخونو کښې د زياتوالي امکان دې، د سټيټ بينک بنيادي سود شرح دا مهال 17 فيصده ده په داسې حال کښې چې آئي ايم ايف د سود شرح کښې د 2 فيصده نورو زياتولو غوښتنه کړې ده.

IMF د انفلاسیون پر بنسټ د پولي پالیسۍ د سختولو لپاره فشار راوړي. دسرچينو له مخې په دغه ليدنه کې پاکستان ائي ايم ايف ته دخپلو پخوانيو گامونو په اړه معلومات ورکړل، پاکستان ددواړو هيوادونو دماليې په اړه هم بريفنگ ورکړ، په بريفنگ کې دچين سره د700 مليونو ډالرو دبيا فنانسنگ پريکړې څخه خبر ورکړ شو.

سرچینه زیاتوي، چې د پیسو نړیوال صندوق ته د متحده عربي اماراتو د ۱.۲ میلیارده ډالرو مالي مرستې سربیره د متحده عربي اماراتو او قطر د ونډو په بازار کې د ونډو له لارې د تمویل په اړه هم معلومات ورکړل شول.

په ورچوئل غونډه کښې پاکستان د جون تر میاشتې پورې د بهرنۍ اسعارو ذخائر سټراټیجی هم وړاندې کړه.

Leave a reply