د پېښور ډسټرکټ او سيشن جج د ملي بيرغ سوځولو په تور نومول شوي تورن ته په ټوليزه توګه د ٢٦ مياشتو بند او ٥٠ زره جريمې سزا اورولې ده
باغی ټي وي رپورټ
پېښور: د پېښور ډسټرکټ او سيشن جج د ملي بيرغ سوځولو په تور نومول شوي تورن ته په ټوليزه توګه د ٢٦ مياشتو بند او ٥٠ زره جريمې سزا اورولې ده.
د پيښور د سيشن جج په عدالت کښې د ملزم جنيد احمد د مقدمې اورېدنه وشوه، ملزم په کرک کښې د قومي بيرغ د سوځولو تور لګولے شوے وو په کوم باندې چې ايف آئي اے سائبر کرائم مقدمه درج کړې او ملزم ئي ګرفتار کړے دے۔
پرون محکمې د دلایلو له بشپړېدو وروسته تورن ته د ۲۶ میاشتو بند او ۵۰ زره جریمې سزا واوروله.