تيره ورځ دتحريک انصاف نيول شوي مشران دکوټ لکپت جيل څخه نورو زندانونو ته ليږدول شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
تيره ورځ دتحريک انصاف نيول شوي مشران دکوټ لکپت جيل څخه نورو زندانونو ته ليږدول شوي دي.
دسرچينو ترمخه تيره ورځ جيل بهرو تحريک کې نيول شوي ټول نيول شوي مشران دکوټ لکپت جيل څخه ميانوالي او نورو جيلونو ته ليږدول شوي دي.
سرچينې وايي په دغو مشرانو کې شاه محمود قريشي، اسد عمر او اعظم سواتي شامل دي.
دسرچينو ترمخه درې ايم پي اوز کې نيول شوي نور کارکونکي ډي جي خان جيل ته رسول شوي دي.
بل خوا د تحريک انصاف له ټويټر اکاونټ څخه يوه ويډيو جاري شوې ده چې پکې د بنديانو په وين کې ښودل شوي او ادعا شوې ده چې اسد عمر شاه محمود قريشي، اعظم سواتي او اعظم خان نيازي د پولیسو د زندان په ګاړي کښې زندان ته رسول کیږي.






