د صدر عارف علوي د پنجاب او خېبرپښتونخوا انتخاباتو د نېټې ټاکلو په اړه د اليکشن کميشن غونډه نن د سپريم کورټ د ازخود نوټس له وجې منسوخ شوه

0
216

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د صدر عارف علوي د پنجاب او خېبرپښتونخوا انتخاباتو د نېټې ټاکلو په اړه د اليکشن کميشن غونډه نن د سپريم کورټ د ازخود نوټس له وجې منسوخ شوه۔

سرچینه وايي، د ټاکنو کمېسیون به اوس د ولسمشر د فرمان په اړه په خپله خوښه پرېکړه نه کوي، د ټاکنو کمېسیون به د ولسمشر د فرمان په اړه خپل دریځ سترې محکمې ته وړاندې کړي. ياده دې وي چې صدر ډاكټر عارف علوي په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د ټاكنو لپاره د اپرېل نهمه نېټه ټاكلې ده۔

په دې اړه د ټاکنو کمېسيون له لويې څارنوالۍ او د اساسي قانون او حقوقي چارو له کارپوهانو سره سلا مشورې کړې وې او د هغوى د ليکلي نظر له ترلاسه کولو وروسته ټاکل شوې وه، چې په نننۍ غونډه کې د ولسمشر د اعلان په اړه پرېکړه وشي، خو د ټاکنو کمېسيون تر يادې پرېکړې وروسته دغه ناسته لغوه کړه.

ياده دي وي چي سپريم کورټ د پنجاب او خيبرپښتونخوا اسمبلئ منحل کولو نه پس د انتخاباتو د نيټې نه اعلانولو نوټس اخستې دې۔ د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې نهه کسيزه لويه بينچ هم جوړ کړی شوی چې نن به د دې کيس اوريدنه کوي.

سترې محکمې په خپل نوټس کې درې پوښتنې راپورته کړې دي، لومړۍ پوښتنه دا ده چې کله به اسمبلۍ منحل شي نو د ټاکنو نېټه د چا په غاړه ده؟ دویمه پوښتنه دا ده چې د ټاکنو د نیټې د ورکولو لپاره د اساسي قانون له واک څخه کله او څنګه استفاده وشي؟ دریمه پوښتنه دا ده چې د عامو انتخاباتو په اړه د وفاق او صوبو مسوولیت څه دی؟

Leave a reply