حکومت پرېکړه کړې چې د برېښنا له مصرفوونکو څخه د ناوخته تادیاتو پیسې بېرته واخلي.

باغی ټي وي رپورټ
حکومت پرېکړه کړې چې د برېښنا له مصرفوونکو څخه د ناوخته تادیاتو پیسې بېرته واخلي.
وفاقي حکومت د نېشنل اليکټرک پاور ريګوليټري اتھارټي (نيپرا) ته د جون نه تر جولائي 2022 د بقاياو وصولي لپاره درخواست جمع کړے د کومي به چې د مارچ په 2مه نيټه سماعت کيږي۔
حکومت په راتلونکو ٨ مياشتو کې د بجلۍ مصرفوونکو څخه د بقاياوو د جمع کولو غوښتنه کړې چې له مخې به يې په مصرف کوونکو 14 روپۍ 24 پيسې في يونټ لګښت راځي، په داسې حال کې چې د بجلۍ په نرخ کې زياتوالى به د بجلۍ او زرعي مصرف کوونکو باندې هم نافذ شي.
د دې نه علاوه د 200 يونټ سره د محفوظ استعمال کونکو نه 10 روپۍ 34 پيسې في يونټ، د 200 نه تر 300 يونټ لرونکو غير محفوظ استعمال کونکو نه 14 روپۍ 24 پيسې في يونټ او د زرعي استعمال کونکو نه 9 روپۍ 90 پيسې في يونټ جمع کولو غوښتنه شوې ده۔
د K اليکټرک د 200 يونټ لرونکو مشتريانو لپاره 9 روپۍ 97 پيسې في يونټ، د 200 نه تر 300 يونټ لرونکو مشتريانو لپاره 13 روپۍ 87 پيسې في يونټ او د اليکټرک زرعي پېرودونکو لپاره د بجلۍ په نرخ کښې 9 روپۍ 90 پيسې زياتوالی راغلی دی. پیسې
وفاقي حکومت غوښتنه کړې چې بقاياګانې دې په ټاکلي مياشتو کې جمع کړل شي.






