د نوي ژوند د دویم امن ایوارډ ۲۰۲۲ دستوره به د ۱۷ مارچ ۲۰۲۳ په ماسپښین د پاکستان نیشنل کونسل آف آرټس اسلام آباد په تالار کښې ترسره شي

باغی ټي وي رپورټ
د نوي ژوند د دویم امن ایوارډ ۲۰۲۲ دستوره به د ۱۷ مارچ ۲۰۲۳ په ماسپښین د پاکستان نیشنل کونسل آف آرټس اسلام آباد په تالار کښې ترسره شي
د نوي ژوند کلتوري او فلاحي تنظمیم د اسلام آباد دفتر یو فعال مشر او غړې نسیم مندوخیل یو خبر جاري کړې دې چې دوی د کال ۲۰۲۲ د امن ایوارډ اعلان وي.
د خبر پاڼه له لوري د مورنیو ژبو نړیوالې ورځې 21 فبروري 2023 په ورځ د نوي ژوند د دویم امن ایوارډ د سیالۍ دپاره له جنوبي پښتونخوا او خیبر پښتونخوا د بېلا بېلو سیمو انځورګرو خپل انځورونه لیږلي وو چې د سینئر انځورګر ججانو د سخت جاج اخستلو نه پس د ړومبي ایوارډ دپاره له درګۍ ملاکنډ څخه د تکړه انځور ګرې الماس خانم جان جوړ کړي انځور و ټاکلو ، د جنوبي پښتونخوا ژوب Zhob نه د تکړه انځور ګرې پلوشه رڼا انځور و ټاکلو او د درېیم ایوارډ دپاره یې د دوه تکړه انځور ګرو انځورونه غوره کړل چې یو د مردان شیر ګړھ تکړه هنرمند ، انځور ګر او قام پال مفتي معاذ همدرد جوړ کړی انځور او بل انځور د بټ خیلې ملاکنډ تکړه انځور ګرې ګل ورین انځور و ټاکل شو.چې د مارچ د میاشتې په اولسمه ۱۷ نېټه به په اسلام آباد کښې د نوي ژوند په دستوره کښې ور کول کیږي.
د سیالۍ دپاره د نورو انځور ګرو په شمول له کاناډا د څخه وتلي سینئر انځور ګر بلها ښکلي انځورونه ناظم شینواري را لېږلي وو خو د ججانو د رایې په مطابق دا سیالي د محصلینو او د نوي کهول تر منځه ده نو ځکه د پښتني روایاتو تر مخې د یوه مشر او استاد انځورګر انځورونه دې سیالۍ ته وړاندې کړو ځکه چې د هغوی پوهه د محصیلینو په وړاندې د رڼا مقام لري.
په خبرپاڼه کښې زیاتوي چې د نورو انځور ګرو انځورونه هم ډیر ښکلي وو نو ځکه به هغوی ټولو ته د ستاینې سندونه ور کول کیږي چې ددوی حوصلې لوړې شي او د پښتنو او د پښتو ژبې خدمت وکړي، بیان کښې زیاتوي چې د ایوارډ ګټونکي کتابونو اعلان به ډیر زر د ججانو له رایې پس کیږي.

…………

……………

…………………………..






