ولسمشر عارف علوي د اساسي قانون د ۷۵مې مادې له مخې د فنانس بل ۲۰۲۳ منظور کړی دی

باغي ټي وی رپورټ
اسلام آباد: صدر عارف علوي د فنانس (ضمني) بل 2023 منظوري ورکړه.
ولسمشر عارف علوي د اساسي قانون د ۷۵مې مادې له مخې د فنانس بل ۲۰۲۳ منظور کړی دی.
ياده دې وي چې د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې مالي قانون د اپوزيشن غړو په موجودګۍ كښې د رايو په اکثريت منظور كړے شو كوم چې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وړاندې كړو۔
دغه بل د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) د ځنډول شوي بیل آوټ پروګرام د بیا راژوندي کولو لپاره د 170 ملیارد روپیو په ارزښت نوي مالیات وضع کوي.
د بل له منظورېدو وروسته د سیلز ټېکس کچه له ۱۷ سلنې څخه ۱۸ فیصدو ته لوړه شوې او په لوکس مالونو د محصول شرح ۲۵ فیصده ته رسېدلې ده.
د ودونو د هالونو په بلونو لس فيصده ټيکس لګولې شوي، د بزنس کلاس او د ايئر لائنز فرسټ کلاس ټکټونو قيمتونه هم زيات شوي دي۔





