په فرانسه کې یوه زړه بوږنونکې پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یوه ۱۶ کلن زده کوونکي په ښوونځي کې د ټولګي پر مهال یوه ښځینه ښوونکې په چاقو ووژله.

0
152

باغی ټي وي رپورټ
په فرانسه کې یوه زړه بوږنونکې پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یوه ۱۶ کلن زده کوونکي په ښوونځي کې د ټولګي پر مهال یوه ښځینه ښوونکې په چاقو ووژله.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه ۵۲ کلنه ښوونکې د فرانسې د سینټ ژان دی لیو ښارګوټي په یوه ښوونځي کې د هسپانوي ژبې ټولګي اخیستې وه، چې په ټولګي کې یوه ۱۶ کلن زده کوونکي په چاقو برید وکړ. .

ښوونکې د چاقو په برید کې د سختو ټپونو له امله سمدستي روغتون ته وړل شوې وه، خو روغتون ته په لاره کې یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.درارسيدلو خبرونو له مخې، دغه ١٦ کلن زده کوونکى نيول شوى او له هغه څخه نورې څيړنې روانې دي.

لومړنيو پلټنو څرګنده کړې، چې پېښه تروريستي عمل نه، بلکې د محصل شخصي عمل وو.

دا خبره د یادونې ده ( د نیویارک ټایمز ورځپانړې) خبر مطابق په کال ۲۰۲۰، ۱۶ اکتوبر هم د جمعې په ماسپښین د پاریس په شمال کې یوه ښوونځي ته څېرمه د چاقو برید کوونکي د یوه ښوونکي سر غوڅ کړ او وروسته د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو، چارواکو وویل چې په ناڅاپي ډول فرانسه له ملي صدمې سره مخ شوه چې د وروستیو تروریستي بریدونو یادونه یې تازه کړه.

Leave a reply