د بلوچستان په بارکان سیمه کې د یوې ښځې په ګډون د ۳ کسانو د جسدونو موندلو په لړ کې پرمختګ شوی چې د خان محمد مری د مېرمنې، ګران ناز، لور او ۴ زامن ی بازیاب کړي دي.

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان په بارکان سیمه کې د یوې ښځې په ګډون د ۳ کسانو د جسدونو موندلو په لړ کې پرمختګ شوی چې د خان محمد مری د مېرمنې، ګران ناز، لور او ۴ زامن ی بازیاب کړي دي.

د ليويز زرائعو وينا ده چي د زوي کورنئ واپسئ لپاره روان آپريشن مکمل کړے شوے دے، د ليويز کويک رسپانس فورس په عملياتو کښي ټول يرغمل شوي کسان برآمد کړے شوي دي۔د لیویز سرچینو له مخې د یرغمل شویو کسانو د راخوشې کولو لپاره په ختیځ بلوچستان او جنوبي پنجاب کې عملیات شوي، چې په راخوشي شویو کسانو کې تښتول شوې مېرمن ګران ناز، څلور زامن او یوه لور هم شامله ده.

د ليويز زرائعو وينا ده چي د خان محمد مري ميرمن ګران ناز، لور او يو زوي د بارکان بارډر سيمي نه برآمد شوي دي، دوه زامن د ډيره بګټي بارکان بارډر سيمي نه او يو زوئ د ډکي له نانا صاحب سيمي نه برآمد کړي شوي دي۔

د ليويز زرائعو ترمخه د کورنئ ټول شپږ غړي د حکومت په حفاظت کښي دي۔سرکاري چارواکو وئيلي دي چي ګران ناز او د هغي ماشومان به ميډيا ته وړاندي کړي او تفصيلات به ورکړي۔د ليويز زرائعو ترمخه اغوا کوونکې ډلې د ګرفتارۍ نه بچ کولو لپاره د مزاحمت کولو کوشش نه دې کړے ولې په عملياتو کښې هيڅ قسمه ګرفتار نه دې شوې۔

ياده دي وي چي تيرو څو ورځو کښي ميرمن ګران ناز په يوه ويډيو کښي قران شريف پورته کړے وو او په سردار کشران باندي ئي تور لګولي وو چي هغه او بچي ئي په شخصي زندان کښي ساتلي دي۔

وروسته د بلوچستان په بارکان سیمه کې د خان محمد مری د دوو زامنو او یوې نامعلومې ښځې جسدونه په یوه څاه کې وموندل شول، چې وروسته ادعا شوې وه، چې په څاه کې موندل شوی د مېرمنې مړی د ګران ناز دی، خو پرون په څاه کې جسدونه وموندل شول یو پوسټ مارټم بشپړ شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载