د افغانستان د دفاع پخواني وزیر زوی په امریکا کې د ۲۰ میلیونه ډالرو یو قصر اخیستی دی

0
48

افغانستان د دفاع پخواني وزیر عبدالرحیم وردګ زوی داوود وردګ د امریکا په کلیفورنیا کې د ۲۰.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت یو قصر اخیستی دی.

 

د داوود وردګ دغه قصر په شاوخوا نیم جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی.

 

امریکايي رسنۍ وايي چې د داوود وردګ د تجارت په اړه ډېر معلومات نشته دی خو د امریکا د عامه شرکتونو معلومات ښيي چې نوموړی د ای ډي کپيټل ګروپ په نوم د یو شرکت مشر دی.

 

همدا راز د نوموړي مشر ورور حمید وردګ هم یو تجار دی چې د نظامي تجهیزاتو د ترانسپورت شرکت لري.

 

دغه شرکت چې د ان سي ال هولډنګ په نوم دی د امریکا په ویرجینیا ښار کې ثبت دی خو د فعالیت اصلي ځای یې افغانستان دی.

 

د حمید وردګ یاد شرکت له امریکایانو څخه قراردادونه اخیستل چې یو يې هم د ۳۶۰ میلیونه ډالرو دوه کلن قرارداد و چې وروسته لانجمن شو او ځينو امریکايي رسنیو راپورونه ورکړل چې نوموړي دغه قراردادونه د رشوت په بدل کې اخیستي دي.

Leave a reply