د امریکا یوې محکمې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه پریکړه کې ویلي چې دا د افغانانو حق دی او د سپتمبر د یوولسمې قربانیانو ته نه ورکول کیږي.
د امریکا یوې محکمې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه پریکړه کې ویلي چې دا د افغانانو حق دی او د سپتمبر د یوولسمې قربانیانو ته نه ورکول کیږي.
22 فبروري 2023
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د نیویارک یوې محکمې پرېکړه کړې، چې امریکا کې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني سپتمبر د یوولسمې پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته نه ورکول کېږي.
د یادې محکمې قاضي جورج ډانیل په پرېکړه کې ویلي، چې دې پېښه کې وژل شویو کسانو ته د افغانستان شتمني نه شي ورکول کېدای.
دې محکمې تازه ویلي چې طالبان باید د سپټمبر ۱۱ مې پیښې کې د لاس لرلو لپاره غرامت ورکړي نه د افغانستان خلک.
دې محکمې زیاته کړې چې د افغانستان بانک د کنگل شوې شتمنۍ څخه د سپټمبر ۱۱ مې پیښې قربانیانو ته پیسې ورکول د امریکا لخوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل دي، هغه چې یوازې د امریکا ولسمشر یې په اړه پریکړه کولای شي.
اړوند موضوعات
د افغانستان لۀ کنګل شوې شتمنې د سپټمبر د یوولسې پېښې قربانیانو ته غرامت نۀ ورکول کېږي
بل طرفته د افغانستان بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا د دغې محکمې د پریکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا د افغانانو حق دی او د خپلو اسعارو د ساتلو لپاره دوی ته باید ورکړل شي.