وفاقي کابينې د ملک د اقتصادي حالاتو په نظر کې نيولو سره د سختو اقداماتو منظوري ورکړې ده

0
111

باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: وفاقي کابينې د ملک د اقتصادي حالاتو په نظر کې نيولو سره د سختو اقداماتو منظوري ورکړې ده.

دسرچينو ترمخه وفاقي وزيران به حکومتي ګاډي واپس کوي او پټرول به کموي، وفاقي وزيران به خپله تنخواګانې هم نه اخلي. سرچینه زیاتوي، چې وزیران به په دولتي ادارو کې له خزانې څخه څه نه لګوي، پرېکړه شوې چې په دولتي ادارو کې د برېښنا لږ تر لږه لګښت وشي، په غیر ضروري بهرنیو سفرونو به بندیز ولګول شي.

دسرچينو له مخې دوزيراعظم ددفتر اؤ وزارتونو په لګښتونو کې دکمولو فيصله شوې ده اؤ دبهرنيو چارو وزارت ته هم دبهرنيو مشنونو دکارکوؤنکو کمولو هدايات شوي دي.

سرچينې زياته کړې ده چې د حکومتي چارواکو او وفاقي کابينې غړو لپاره د بزنس کلاس په سفر بنديز لګول شوى، د کابينې غړي او حکومتي چارواکي به په پنځو ستورو هوټلونو کې نه پاتې کېږي، په دولتي مراسمو کې به د يو ډش ډوډۍ او د غرمې ډوډۍ بنديز وي.

Leave a reply