سپريم کورټ د سایفر په اړه د تحقيقاتو په سرکلرونو باندې د رجسټرار دفتر د اعتراضونو په ضد دائر درخواستونه مسترد کړي دي

0
89

باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: سپريم کورټ د سایفر په اړه د تحقيقاتو په سرکلرونو باندې د رجسټرار دفتر د اعتراضونو په ضد دائر درخواستونه مسترد کړي دي۔

د سپريم کورټ سينيئر جج جسټس قاضي فائز يسه په چيمبر کښې د سيفران د پلټنو لپاره د داخل درخواستونو اورېدنه وکړه په کوم کښې چې عدالت د رجسټرار آفس اعتراضات برقرار ساتلي او د اعتراضونو خلاف اپيلونه ئي خارج کړې دي۔

د اورېدنې په مهال جسټس قاضي فائز عیسی وویل چې د سیفر تحقیقات کول د حکومت کار دی نو عدالت ولې مداخلت کوي؟ که د هغه وخت لومړی وزیر د عمران حکومت د نسکورولو لپاره د ادعا شوې نړیوالې سازش پلټنه کول غوښتل، نو محکمه څنګه کولی شي د هغه څه په اړه تحقیقات وکړي چې اوریدل شوي، موږ په اټکلونو باور نه کوو.

معزز جج وويل چې وزيراعظم که وغواړي سفارتي اړيکې پرې کولى شي نو دحکومت په اختياراتو کې به مداخلت نۀ کوي اؤ حکومت ته به دهغه په ​​اختياراتو کې د مداخلت اجازه نۀ ورکوي نو آيا ايف آئي آر به دغه شان درج کولى شي؟

جسټس قاضي فائز وکيل جي ايم چوهدري ته وئيلي دي چې د سپريم کورټ سره نزدې د پارليمنټ ودانۍ ده، لاړ شه او له پارليمان څخه وغواړه چې مونږ ته اختيار راکړي بيا مونږ مداخله وکړو، دا ټولې خبرې اوريدلي دي.

د اوريدنې په مهال وکيل جي ايم چوهدري د پاکستان کميشن آف انکوائري ته حواله کړې چې پکښې جسټس قاضي فائز اوويل چې حکومت د کميشن آف انکوائري ايکټ کښې د انکوائري کميشن جوړولو اختيار هم لري۔

وکیل نعیم الحسن په خپلو دلیلونو کې وویل چې په هغه وخت کې حکومت د امنیت شورا غونډه رابللې وه او ډیمارچ یې صادر کړی و، جسټس قاضي له وکیل وپوښتل چې دا څه دي؟ په دې اړه وکیل وویل چې زه نه پوهیږم، په دې اړه معزز قاضي وویل چې زه هم نه پوهیږم.

وروسته، محکمې د رجسټرار دفتر اعتراضونه ومنل او غوښتنلیکونه یې رد کړل.

Leave a reply