په پاک افغان پوله تورخم ټرانسپورټرانو، مزدورانو او نورو مشرانو د تورخم د پولې د تړلو په ضد لاریون وکړ او د پولې پرانستلو غوښتنه ی وکړه

0
84

نصیب شاه شینواري

په تورخم پوله نن ټرانسپورټرانو ،مزدورانو او سوداګرو د پولې پرانستلو لپاره لاریون وکړو، د لاریون ګډونوال وايي، د تورخم بندر د تړل کېدو له امله دواړو خواوو ته سلګونه بار وړونکي موټر ولاړ دي، چې له امله یې ټرانسپورټران او موټر چلوونکي له جدي ستونزو سره مخ دي او د سبزیو او میوو د خرابېدو وېره هم شته. د تورخم پر پوله د لاریون ګډونوالو وویل چې موږ سوله غواړو او جګړه نه غواړو.

د تورخم پر پوله د لاریون ګډونوالو له افغان حکومته وغوښتل، چې د تورخم پوله دې ژر تر ژره پرانیزي، څو د ټرانسپورټرانو او مسافرو ستونزې راکمې شي او دوه اړخیزه سوداګري ښه شي.

د تورخم پر پوله د لاریون ګډونوالو د پاکستان او افغانستان له چارواکو وغوښتل، چې د تورخم پوله دې د پیاده تګ او سوداګریزو فعالیتونو پر مخ پرانیزي او ستونزه دې د خبرو له لارې حل کړي، تر څو د دواړو هېوادونو د ټرانسپورټرانو او خلکو ستونزې راکمې شي.

د تورخم د ټرانسپورټ اتحادیې رئیس حاجي عظیم الله شینواری، د تورخم د پولې د مزدورانو اتحادي مشر شینواری، کسټم کلیرینس اتحادیی مشر او سوداګر قاري نظیم ګل شینواری، کاشف شینواری، فهیم شینواری او نور مشران هم په لاریون کې ګډون وکړو او د افغانستان او پاکستان حکومتونو ی اوغوښتل چې په پوله دې سوداګرو لپاره اسانتیاوې ورکړي او تورخم پوله دې زر خلاصه کړي.

دا خبره د یادونې ده چې نن دریمه ورځ ده چې د افغان حکومت له لوري تورخم پوله تړل شوي ده او افغان چارواکي وایی ترڅو چې زمونږ ژمنې و نه منل شی نو دوی به پوله تړلې وي.

Leave a reply