د تورخم دروازه نن د دریمې ورځې لپاره هم د افغان چارواکو له خوا تړل شوې ده

0
203

باغي ټی وی رپورټ

خیبر: د تورخم دروازه نن د دریمې ورځې لپاره هم د افغان چارواکو له خوا تړل شوې ده.

د تورخم پولې د تړل کېدو له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ په ګډون سوداګریزې چارې ټکنۍ شوې دي.

د تورخم لارې د تړل کېدو له امله د دواړو هېوادونو تر منځ د مالونو شپږ زره بار وړونکي لارۍ بند پاتې دي، چې له امله يې سوداګر هم اندېښمن دي. ياده دي وي چي څو ورځي وړاندي هم افغان فورسز د تورخم په پوله د ايف سي چيک پوسټ باندي ډزي کړي وو چي وروسته ايف سي جوابي کاروائي هم کړي وه ولي دواړو خواو ته کوم ځاني زيان نه وو رسيدلي۔

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، د افغان ناروغ ملګري چې پاکستان ته راتلو، د سفر اسناد نه درلودل، د افغان وګړي له بېرته لېږلو وروسته افغان چارواکي په غوسه شول او پوله ی وتړله.

Leave a reply