د کوټې په ريډ زون سره نزدې فياض سنبل چوک کې په بارکان کې د وژل شوو کسانو د کورنيو او د مري قبيلې د غړو احتجاج دوام لري.
باغی ټی وی رپورټ
د کوټې په ريډ زون سره نزدې فياض سنبل چوک کې په بارکان کې د وژل شوو کسانو د کورنيو او د مري قبيلې د غړو احتجاج دوام لري.
په کوئټه کښي د بارکان پيښي په ضد د مړه شوؤ کسانو د خپلوانو او د مری قبیلی د خلقو احتجاج نن دویمه ورځ ته داخل شوی دی.
مظاهره چيانو د چيف جسټس نه د سمدستي نوټس اخستو غوښتنه کړې ده او د بلوچستان صوبائي وزير عبدالرحمان کيتران د نيولو او د پيښې عدالتي تحقيقاتو غوښتنه ئي کړې ده۔
د بلوچستان بار کونسل د بارکان پېښې په ضد نن د عدالتي کاروائي نه د بايکاټ اعلان کړی دی.
بل خوا د کوټې پوليسو د وژل شويو پنځو ماشومانو د موندلو لپاره د عبدالرحمن کيتران په کور چاپه وهلې او په بېلابېلو برخو کې يې پلټنه هم کړې ده، خو تر اوسه يې څه نه دي ترلاسه شوي.
د بلوچستان حکومت د پېښې د پلټنو لپاره یوه جے آی ټي جوړه کړې ده.
بلخوا نن په کوټه کې د بارکان د پېښې په اړه د سلا مشورو لپاره قومي جرګه رابلل شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې د يادې مېرمنې جسد د عبدالرحمن كشتان په شخصي زندان كې د زنداني كولو په تور له خپلو دوو زامنو سره په څاه كې موندل شوى و.