د پاکستان تحريک انصاف جيل بهرو تحريک به نن د لاهور نه شروع کيږي
باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف جيل بهرو تحريک به نن د لاهور نه شروع کيږي۔
پي ټي آئي وايي د چيئرمېن عمران خان پشمول څوک به کله نيولې شي؟ په دې اړه به تګلاره د ګوند له خوا ټاکل کېږي.
بل خوا د پي ټي آئي مشر شاه محمود قريشي نن لاهور کښې د 200 کارکنانو د نيولو اعلان کړے دے۔
هغه وويل، که د لاهور پوليسو هغه ونه نيول، نو د نيولو لپاره به ملتان ته ولاړ شي.
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د مال روډ، مین بلیوارډ ګلبرګ او سول سیکرټریټ په شاوخوا کې د یوې اونۍ لپاره دفعه 144 نافذ کړی دی.
بلخوا د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې دا د نړۍ وړومبۍ جيل بھرو تحريک دے چې مشر به د خپل حفاظت ضمانت سره شروع کوي۔