د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې جيل بهرو تحريک د ملک تباه کوونکو په ضد جهاد دے

0
92

باغي ټی وی رپورټ

اسلام آباد: د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې جيل بهرو تحريک د ملک تباه کوونکو په ضد جهاد دے.

په سوشل ميډيا جاري شوي يو بيان کښې عمران خان وئيلي دي چې نن مونږ د حقيقي ازادۍ لپاره د جيل بهار تحريک په دوه بنيادي وجهو شروع کوو يو دا چې دا تحريک د امن لپاره دے او زمونږ په آئين باندې حمله او د بنيادي حقونو نه انکار دے. احتجاج

ده ووئيل دوهم دا چې مونږ په شرم سره د ايف آئي آر، نيب مقدمو او حراستي تشدد سره مخ يو، زمونږ په خبريالانو او د سوشل ميډيا په خلقو حملې کيږي۔

عمران خان وويل زمونږ تحريک د مني لانډرانو، د ملک مال لوټونکو او ځانونو ته د اين آر او په ورکولو سره د ملک اقتصاد تباه کونکو په ضد دی.

د پي ټي آئي چيئرمېن ووئيل چې په خاصه توګه غريب او متوسطه طبقه د افراطيت او بې روزګارۍ لاندې راګير شوې ده، ټولو پاکستانيانو ته پکار ده چې د خپلې حقيقي ازادۍ لپاره زمونږ جيل بهرو تحريک کښې شامل شي۔

هغه زیاته کړه چې دا تحریک به هیواد یو ازاد او سوکاله پاکستان جوړوي، پاکستان به هغه وخت هوسا شي چې ریاست ستاسو د اساسي حقونو ساتنه وکړي، زه به په کې برخه اخلم او ډیر ژر به خپل هدف ته ورسیږو.

Leave a reply