اروپايي ټولنې افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه کړې

نوموړي که څه هم د ښځو د کار په اړه د افغان حکومت وروستۍ پرېکړې د مرستې رسونې پر بهیر اغېز مننونکې ګڼلې، خو ډاډ یې ورکړی چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د خپلو بشري مرستو دوام ته ژمنه ده.
په افغانستان کې د ښځو د کار له ځنډېدو نږدې دوه میاشتې تېرېږي. ځينې مرستندویو بنسټونو ویلي، چې د ښځو د کار ځنډېډو په افغانستان کې د مرستې رسونې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.
(2023 / 2 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزېف بورېل ويلي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د بشرپاله مرستو دوام ته ژمنه ده او دغه مرستې به په جدي توګه وڅارل شي.
نوموړي که څه هم د ښځو د کار په اړه د افغان حکومت وروستۍ پرېکړې د مرستې رسونې پر بهیر اغېز مننونکې ګڼلې، خو ډاډ یې ورکړی چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د خپلو بشري مرستو دوام ته ژمنه ده.
اړوند موضوعات:
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر او د ازبکستان ولسمشر د افغانستان په اړه خبرې کړې دي