د بلوچستان د بارکهان ولسوالۍ حاجيکوټ سیمې ته څېرمه په یوه څاه کې د یوې ښځې په ګډون د درېیو کسانو جسدونه وموندل شول، پولیسو د وژل شوي خاندان غړیو د پنځو ماشومانو د برامد کولو لپاره د بلوچستان د مخابراتو د وزیر سردار عبدالرحمن کیتران پر کور چاپه واچوله.

0
92

باغی ټي وي ربورټ
وروسته له هغې چې د بلوچستان د برخان ولسوالۍ حاجيکوټ سیمې ته څېرمه په یوه څاه کې د یوې ښځې په ګډون د درېیو کسانو جسدونه وموندل شول، پولیسو د وژل شوي خاندان غړیو د پنځو ماشومانو د برامد کولو لپاره د بلوچستان د مخابراتو د وزیر سردار عبدالرحمن کیتران پر کور چاپه واچوله.

دپوليسو وياند ترمخه دچاپې په مهال ښځينه پوليسانې هم موجودې وې، دعبدالرحمان کيتران مېلمستون اؤ دکور نورې برخې تلاشي کړل شوې خو چاته يې څه نۀ دي وئيلي.ياده دې وي چې هغه ښځه چې د بلوچستان په وزير سردار عبدالرحمان کيتران يې په شخصي جيل کې د بندي کولو تور لګولی و، له خپلو دوو ځوانو زامنو سره يو ځای وژل شوې وه، چې مړي يې په بارکخان سيمه کې په يوه څاه کې موندل شوي وو.

څو ورځې وړاندې وژل شوې ګران ناز په یوه ویډیو کې پر سردار کیتران تور ولګاوه چې هغه او د هغې اووه ماشومان یې په شخصي زندان کې د قرآن کریم په سوځولو سره ساتلي وو.
د وژل شوې ښځې خاوند خان محمد مری جیو نیوز ته وویل، چې د ژوند له وېرې پټ دی، په څاه کې موندل شوي جسدونه د هغه د مېرمنې او زامنو دي، څلور زامن او یوه لور لا هم د عبدالرحمن کیتران په بند کې دي.

سردار عبدالرحمن کیتران دا تورونه رد کړل او خپل یو زوی انعام شاه یې د دې توطیې پړه واچوله.

هغه وويل، د ښځې بيان يې ثبت کړى، چې غواړي سردار شي. له جيو نيوز سره خبرو کې سردار کشران وويل، چې په تحقيقاتو کې حاضرېدو ته چمتو دی او استعفا به نه ورکوي.

Leave a reply