د سندهـ او پنجاب حکومتونه په عصري وسلو سمبال د غلو د ځپلو لپاره متحرک شوي دي او نوی عملیات ی پیل کړي دي
باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ او پنجاب حکومتونه په عصري وسلو سمبال د غلو د ځپلو لپاره متحرک شوي دي او نوی عملیات ی پیل کړي دي.
تيره ورځ په رحيم يار خان کې د سندهـ او پنجاب په سرحدي سيمو کې دتندلارو په ضد د عملياتو د نهايي کولو لپاره د لوړې کچې غونډه شوې وه.
په غونډه كښې به د سنده وزيراعلي سيد مراد علي شاه او د پنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي پشمول ايډيشنل آئي جيز هم ګډون كوي۔غونډه به د ډي پي او رحیم یار خان په دفتر کې کېږي چې پکې د دواړو صوبو اعلی وزیران هم د خامې سیمې دوره کوي.
پولیس وايي، چې اوس هم لسګونه یرغمل نیونکي غله د کلا په سیمه کې یرغمل کړي دي. د سندهـ حکومت په څير د پنجاب حکومت به هم د درې اربه روپو په ارزښت عصري وسلې او ابابيل ډرون پېري.پخوا به د یو ولایت د پولیسو له اقدام څخه د مخنیوي لپاره د خامو غلو غله بل لوري ته تلل، اوس به دا غله له دواړو خواوو سره یو ځای محاصره کېږي.هغه غلو چې په گھوټکي، کشمور، راجن پور، سوئي او دیره بګټي کې بې ګناه خلک یرغمل کړي دي، د قانون سره به مخ شي.