ايډيشنل آئي جي کراچۍ جاويد عالم اودهو د کراچۍ د پوليسو په دفتر (KPO) کې د ترهګرو لخوا د بزدلانه بريد په نتيجه کې د ودانۍ اغېزمنې برخې په دقت سره ی د برید ځای معاينه کړې.

باغی ټي وي رپورټ
ايډيشنل آئي جي کراچۍ جاويد عالم اودهو د کراچۍ د پوليسو په دفتر (KPO) کې د ترهګرو لخوا د بزدلانه بريد په نتيجه کې د ودانۍ اغېزمنې برخې په دقت سره ی د برید ځای معاينه کړې.
په دي موقع ډي آئي جي انتظاميه، ډي آئي جي ټريفک او نور پوليس افسران هم ورسره وو۔
د کراچۍ د پوليسو مشر د ودانۍ له ټولو پوړونو او خونو څخه ليدنه وکړه او د تروريستي بريد پر مهال يې د ودانۍ په خونو کې له موجودو کارکوونکو څخه مفصل معلومات ترلاسه کړل او هغوى يې وهڅول چې له تروريستانو سره په زړورتيا سره مبارزه وکړي.امنيه قوماندان زياته کړه، چې په وسلو او چاودېدونکو توکو سمبال تروريستانو موخه دا وه، چې پوليسو ته درنه مرګ ژوبله واړوي، خو د پوليسو د غوره تګلارې او چټک اقدام له امله ترهګر په خپلو شومو موخو کې له ناکامۍ سره مخ شول او له شرمه ډکه هڅه يې وکړه. ماتې وخوړه او بالاخره د مخامخ کیدو په حال کې دوزخ ته لاړ.






