په شمالي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په مهال يو ځانمرگي بريد کوونکى اؤ دهغه ملگري اؤ ٤ اسانتيا ورکوونکي نيول شوي دي

0
144

باغي ټي وي رپورټ
په شمالي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په مهال يو ځانمرگي بريد کوونکى اؤ دهغه ملگري اؤ ٤ اسانتيا ورکوونکي نيول شوي دي.

د سرکاري ذرائعو ترمخه شمالي وزيرستان کښي سکيورټي فورسز يو ځانمرګی بريدګر د هغه د ملګري او څلور سهولتکارانو سره نيولي دي۔

نیول شوي ترهګر د پلټنو لپاره نامعلومه ځاې ته منتقل کړل شوي دي، نیول شوو ترهګرو او سهولت کارانو په جرم اعتراف کړی دی.دسرکاري سرچينو ترمخه سږ کال تر دې مهاله شمالي وزيرستان کې دترهگرو 28 اسانتيا ورکوونکي نيول شوي دي چې دنيول شوؤ ترهگرو څخه ترلاسه شوؤ اطلاعاتو وروستو دزياتو نورو نيولو امکان دى.

دسرکاري سرچينو وينا ده زياتره نيول شوؤ ترهګرو دکرک، هنګو، کرم او تل په مدرسو کې زده کړې کولې. حکومتي چارواکو له والدینو غوښتي چې په مدرسو کې د خپلو ماشومانو د داخلولو پر مهال له پلټنو وروسته مدرسې غوره کړي.

Leave a reply