د اسلام اباد احتساب عدالت د پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ضمانت نه قبلولو وارنټ منسوخ کړی دی.

0
94

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد احتساب عدالت د پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ضمانت نه قبلولو وارنټ منسوخ کړی دی.

د اسلام آباد احتساب عدالت د ايل اين جي ريفرنس کښې د مسلم ليګ (ن) د مشر شاهد خاقان عباسي د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کړے دے۔

د احتساب عدالت جج ناصر جاوېد په مقدمه کښې د عدم حاضرۍ باوجود د استثنیٰ درخواست جمع نه کولو وارنټ جاري کړی دی.عدالت د شریک ملزم عظمیٰ عادل د غیر ضمانتی ګرفتاری وارنټ هم جاری کړی دی.

احتساب عدالت د ايل اين جي کيس کښې شاهد خاقان عباسي ته نن طلب کړي وو ولي د هغه وکيل عدالت ته حاضر نه شو۔

وروستو د شاهد خاقان عباسي وکيل ظفرالله احتساب عدالت کې د وارنټ منسوخولو درخواست جمع کړی ؤ چې د احتساب عدالت جج ناصر جاويد منظور کړی ؤ.

عدالت د پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او عظميٰ عادل د ګرفتاري وارنټ منسوخ کړي دي۔

Leave a reply