د عمران خان جعلي درخواست مخې ته راغلې، هغه د بايومټريک لپاره راغې : اسلام آباد هائي کورټ
باغی ټي وي رپورټ
د اسلام آباد هائي کورټ د اليکشن کميشن د توشه خانې فيصلې په ضد دائر کړے شوي مقدمه کښې د ترهه ګرۍ د شقونو خارجولو درخواست باندې عمران خان ته د بايومټريک لپاره حاضريدو حکم کړے دے۔
جسټس محسن اختر کیاني او جسټس طارق محمود جهانګیري د اسلام آباد هائي کورټ کښې د ترهګرۍ په کیس کښې د عمران خان او علي نواز اعوان د درخواستونو اورېدنه وکړه.ياده دي وي چي د اسلام آباد د ترهه ګرئ ضد عدالت په دي کيس کښي د عمران خان عبوري ضمانت مسترد کړے دے۔
جسټس محسن اختر کیاني د عمران خان وکیل فیصل چوهدري نه پوښتنه وکړه چې ولې یې په مقدمه کې درخواست نه دی جمع کړی؟ تاسو غواړئ چې د اسلام اباد های کورټ د ترهګرۍ ضد محکمې څارنوالۍ ته هدایت ورکړي؟دجسټس طارق محمود جهانګيري دپوښتنې په مهال وکيل فيصل چوهدري وويل چالان تر دې مهاله نۀ دى وړاندې شوى، مونږ دترهه گرۍ دمخنيوي محکمه استغاثه ته درخواست کړى دى، مونږ وويل دستر محکمې دپريکړي مطابق دغه برخه ختم کړل شي.
عدالت د عمران خان د وکيل نه پوښتنه وکړه چې آيا مونږ به استغاثې ته لارښوونه وکړو؟
عدالت محکمې ته د درخواست اړوند قانون د لوستلو لارښوونه وکړه او پوښتنه یې وکړه چې ایا څارنوال د ترهګرۍ د سیکشن د ختمولو واک لري؟