افغانان شکایت کوي چې دوی د پاکستان ویزه ترلاسه کولو کښې سختې ستونزې لري

فایل فوټو
باغی ټي وي رپورټ
افغانستان کښې ځایی اولس شکایت کړې دې چې دوی د پاکستان ویزه ترلاسه کولو کښې د سختو ستونزو سره مخ دي.
یو افغان تن ص.ا.ب رسنیو ته اوویل چې په افغانستان کښې د پاکستان ویزې فیس ۸ اته ډالر دې او زیات وخت داس وشي چې په ۱۰۰۰ ویزو کښې زیاتې ویزې رد شي او په کم شمیر کښې ویزې جاري شي.
هغوی زیاته کړه چې دا فیس بیا واپس کیږي هم نه، افغانان زیات غریب دي او باید د پاکستان ویزه ترلاسه کولو کښې اسانتیاوې ورکړي چې هغه افغانان چې مریضان دي په اسانه وکولې شی دپاکستان ویزه ترلاسه کړي.
دې افغاني دا خبره هم وکړه چې په افغانستان کښې داسې ایجنټان دي چې د مریض میډیکل ویزې لپاره تراووه سوه ۷۰۰ ډالر اخلي او بیا دې افغان مریض لپاره د پاکستان ویزه ورکوي.
دې افغان تن اوویل چې دومره زیات فیس د عام افغان وګړې لپاره ممکن نه دې او غوښتنه ی وکړه چې باید افغان مریضانو لپاره د پاکستان ویزه ورکولو کښې اسانتیاوې پیدا شي.





