پخوانی قومندان فرید احمدي: د اردو سرتیري د مشرانو د خیانت له امله اوکراین کې د ناټو او روس ماموریت پر مخ وړي.

پخوانی قومندان فرید احمدي: د اردو سرتیري د مشرانو د خیانت له امله اوکراین کې د ناټو او روس ماموریت پر مخ وړي.
21 فبروري 2023
د اشرف غني حکومت کې د ځانگړو ځواکونو قوماندان فرید احمدي ویلي چې د افغانستان پخواني نظامیان په یوکراین کې د ناټو او روسیې لپاره جنگیږي او ددوي ماموریت پر مخ وړي.
نوموړي د خپلو خبر په ترڅ کې دا هم وویل چې دا پوځیان تر وژل کیدو وروسته هماغلته دفن کیږي.
فرید احمدي ویلي: «که پردیو (اشرف غني او نظامي مسوولینو) خیانت نه وی کړی، نو د ملي اردو سرتیري د جمهوریت څخه دفاع لپاره د هر ډول قربانۍ ورکولو ته چمتو وو.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د تیرې ادارې د نظامیانو په اړه امریکایي چارواکو او ځینو سرچینو داسې خبر ورکړی و، چې زیاتره نظامیان په اوکراین کې اوس د ناټو او روسیې لپاره جنګیږي.
حماد






