تورخم پوله نن هم تړلې ده، د پیښور او تورخم په لویه لار زرګونه ګاړي بند پاتې دي، افغان مریضان هم د ستونزو سره مخ دي

0
193

نصیب شاه شینواري
د پاکستان او افغانستان ترمینځ تورخم پوله نن په دویمه ورځ هم تړلې ده، پوله هغه وخت د افغانستان چارواکو له لوري وتړل شوه کله چې په تورخم پوله یو افغان مریض سره یو همکار ته پاکستان ته د داخلیدو اجازه ور نه کړې شوه.

د تورخم په پوله رسنیو سره افغان ټرک مالکانو او مریضانو خبرې کړي دي، یو افغان ت.ر رسنیو ته ویلي دي چې دوی د تورخم پوله تړلو له وجهې بند پاتې دي، نن دویمه ورځ ده چې لارې مو ولاړه ده او دې سره به زمونږ ته سخت مالي زیان ورسیږي ځکه لارې په ټنونو وزن لارې او دې سره په لارې کښې خرابي پیدا کیدلې شي.
د لنډی کوتل یو انتظامی مشر رسنیو ته ویلي دي چې په اسلام آباد کښې افغان او پاکستان چارواکو ترمینځ خبرې اترې روانې دې . سرچینې وایی چې امکان دې چې پوله به زر پرانستل شي.
غوښتنه وکړه چې د پاکستان او افغانستان حکومتونو یو بل سره د خبرو له لارې ستونزې هوارې کړي، پوله دې نه بندوی او د تورخم پوله دې زر تر زر د افغان مریضانو او تجا رتي سامانونه وړونکي ګاړ پر مخ پرانستل شی.
دا خبره مهمه ده چې نن دویمه ورځ ده چې د تورخم پوله تړلې ده او په پوله زیات شمیر ګاړي او افغان مریضان بند پاتې دي چې د سختو ستونزو سره مخ دي.

Leave a reply