د مسلم ليګ (ن) مشر محمد زبير د وفاقي کابينې د اندازې په اړه د خبرو پر مهال ويلي، چې د ٨٥ غړو کابينه ډېره ده، څوک يې ملاتړ نه شي کولى.

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: د مسلم ليګ (ن) مشر محمد زبير د وفاقي کابينې د اندازې په اړه د خبرو پر مهال ويلي، چې د ٨٥ غړو کابينه ډېره ده، څوک يې ملاتړ نه شي کولى.
د جيو نيوز پروګرام جيو پاکستان سره په خبرو کې محمد زبير وويل مونږ فکر کوو چې بډايه بايد زيات بار په غاړه واخلي او آئي ايم ايف هم غواړي چې په شتمنو ټيکس ولګوي.هغه وويل، په نړيوال بازار کې د سيالۍ د رجحان له امله صادروونکو ته سبسډي ورکول کېږي او صنايعو ته سبسيډي ورکول کېږي، څو د هېواد په ګټه صادرات زيات شي.
د وفاقي کابينې په اړه خبرو کې محمد زبير وويل چې د ٨٥ غړو کابينه ډېره ده، څوک يې ملاتړ نه شي کولى، خو د کابينې نيمايي غړو ته هېڅ ډول سهولتونه نه ورکول کېږي، د کابينې زياتره غړي د (ن) لیګ پرته معاش لري او په امتیازاتو کار کوي.






