ټول هیواد کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د امنیتي ځواکونو لخوا عملیات روان دي.

0
194

باغي ټي وي رپورټ
په ټول هیواد کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د امنیتي ځواکونو لخوا عملیات روان دي.

په هېواد کې د وروستيو زياتېدونکي ترهګرۍ پر ضد امنيتي ځواکونو په تېرو درېيو مياشتو کې په ټول هېواد کې ګڼ شمېر عمليات کړي چې په ترڅ کې يې ترهګر، د هغوى تسهيل کوونکي نيول شوي او د يو شمېر بريدونو مخه هم نيول شوې ده.

ځواکونو په ټول هیواد کې په 6921 عملیاتو کې 142 ترهګر وژلي او 1007 یې نیولي دي.په خېبرپښتونخوا کې د ۱۹۶۰ عملیاتو په لړ کې ۱۵۱۶ د سیمې د تسلط عملیات شوي، ۳۰۱ استخباراتي عملیات او ۱۴۳ د سیمې د پاکولو عملیات په صوبه کې شوي چې پکې ۹۸ ترهګر وژل شوي او ۵۴۰ نیول شوي دي.

په 3414 عملیاتو کې 2980 د سیمې د تسلط عملیات، 67 د استخباراتو په اساس عملیات او 367 د سیمې پاکولو عملیات ترسره شوي چې په ترڅ کې یې 40 ترهګر وژل شوي او 112 نیول شوي دي.په سندهـ کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په ۷۵۲ عملیاتو کې ۳ ترهګر وژل شوي او ۳۴۴ نیول شوي، په پنجاب کې ۱۶۵ استخباراتي عملیاتو کې یو ترهګر وژل شوی او ۱۱ نیول شوي دي.

Leave a reply