لاهور هائي کورټ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د قومي اسمبلۍ د ۷۰ نورو غړو د ډي نوټيفائي کولو لپاره د اليکشن کميشن نوټيفيکيشن معطل کړی دی

باغي ټی وی رپورټ
لاهور هائي کورټ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د قومي اسمبلۍ د ۷۰ نورو غړو د ډي نوټيفائي کولو لپاره د اليکشن کميشن نوټيفيکيشن معطل کړی دی.
جسټس شاهد کريم د تحريک انصاف شاه محمود قريشي او فواد چوهدري او نورو د درخواستونو اوريدنه وکړه۔
په درخواستونو کې وئيل شوي چې د قومي اسمبلۍ سپيکر د استعفا منظورولو قانوني شرطونه نه دي پوره کړي.
بيرسټر علي ظفر دا خبره پورته کړه چې د قانون له مخې د قومي اسمبلۍ سپيکر بايد د اسمبلۍ د غړو د استعفاګانو تر منلو مخکې موقف واوري خو داسې ونه شول.
عدالت د پي ټي آئي اسمبلۍ د ۷۰ غړو د ډي نوټيفېشن نوټيفيکيشن معطل کړے او اليکشن کميشن نه ئي جواب غوښتې دې۔
محکمې د پنجاب په اړوندو حلقو کې د ضمني انتخاباتو د ځنډولو امر هم کړی دی.
د درخواست په اړه نوره کاروائي به د مارچ په اوومه ترسره شي.
ياده دې وي چې د لاهور هائي کورټ تر دې وړاندې د فبرورۍ په اتمه په خپله فيصله کې د پي ټي آئي د قومي اسمبلۍ د ۴۳ غړو د ډي نوټيفي کولو د الېکشن کمېشن حکم معطل کړی وو.
د عدالت په فيصله کې ويل شوي چې د اليکشن کميشن د غړو د ډي نوټيفېشن نوټيفيکيشن به تر 7 مارچ پورې ځنډولے شي او په دې لړ کښې به ضمني انتخابات هم معطل پاتې وي.
ياده دې وي چې د پاکستان تحريک انصاف د 122 غړو او د شيخ رشيد يوه استعفا د قومي اسمبلۍ سپيکر منظور کړې ده چې پکې د عدالت لخوا د 113 غړو د معطلۍ نوټيفيکيشن ځنډول شوی دی. .






