وزيراعظم شهباز شريف د كلر کهار بس په پېښه د افسوس څرګندونه كړې

باغی ټی وی رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د كلر کهار بس په پېښه د افسوس څرګندونه كړې۔
چکوال کې کلرکهار سره نزدې د بس د ټکر په پيښه کې ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۶۰ زیات ژوبل شوي دي.د موټروے پولیس وینا ده چې دغه بس د اسلام اباد نه لاهور ته روان وو چې د کلرکهار سره نزدې د باراتي سره ټکر شو.
د ریسکیو د سرچینو په وینا، بس د بریک د خرابیدو له امله له کنټروله وتلی او بل ټرک ته اوښتی او له بل ټرک څخه د راغلو ۳ موټرو سره ټکر شوی، چې په وژل شویو کې ۶ ښځې هم شاملې دي.
وزيراعظم شهباز شريف د کلر کهار بس په پيښه د افسوس څرګندونه کړې او وئيلي ئي دي چې د بريک فیليدو له وجې په پيښه سخت خفګان څرګند کړې دې۔
شهباز شريف د پېښې ټپيانو ته د غوره طبي اسانتياوو د برابرولو هدايات وكړل او د شهيدانو د مغفرت او كورنيو ته يې د جميل صبر دعا وكړه۔





