د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان اخر هم د لاهور هائي کورټ ته د حاضریدو فیصله کړې ده

0
190

باغي ټی وی رپورټ

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان اخر هم د لاهور هائي کورټ ته د حاضریدو فیصله کړې ده.

د تحريک انصاف د جيل بهرو په اړه د شورو په ورځ په لاهور کې د ګوند په جيل روډ دفتر کې يوه غونډه شوې وه چې عمران خان ورته د ويډيو لنک له لارې خطاب وکړ.

عمران خان ټولو اسټيکل هولډرانو ته هدايات کړي چې د جيل بهرو تحريک لپاره دې پوره تياري وکړي، غونډه کې د جيل بهرو تحريک په اړه بېلابېلې کميټې هم جوړې شوې.

غونډې ته وينا کې د پي ټي ائي مرکزي پنجاب صدر ډاکټر ياسمين راشد وويل چې تحريک انصاف په بشپړ تيارۍ سره د جيل بهرو تحريک پيل کوي، عمران خان به (نن) د ګل په ورځ لاهور هائي کورټ کې حاضر شي او په اړه به ټول انتظامات کوي. د عمران خان ظاهري بڼه بشپړه شوې ده.

ياده دې وي چې عمران خان د اليکشن کميشن مخې ته د احتجاج او د قومي اسمبلۍ په غړي د بريد په مقدمه کې د امنيت لپاره لاهور هائي کورټ ته رجوع کړې وه.

عدالت د عمران خان د حلف نامې او پاور آف اټارني په مختلفو دستخطونو نوټس اخيستو سره هغه نن طلب کړی دی.

عدالت عمران خان ته نن احضار کړی او ویلي یې دي چې باید عدالت ته حاضر شي او د حلف د لاسلیک په اړه وضاحت ورکړي، عدالت د نه حاضرېدو په صورت کې د عدالت د سپکاوي اشاره ورکړې وه.

Leave a reply