د قانون پلي کونکو ادارو په KPO د برید په اړه تحقیقات ګړندي کړي دي
باغي ټی وی رپورټ
کراچۍ: د قانون پلي کونکو ادارو په KPO د برید په اړه تحقیقات ګړندي کړي دي.
د سي ټي ډي زرائعو ترمخه د کراچي پوليس دفتر باندي د حملي کښي د سهولت کارانو لټون لپاره تيره شپه نوري عمليات هم شوي چي پکښي سي ټي ډي افغان آبادي سره نزدې عمليات کړي او دري شکمن کسان ئي نيولي دي۔
د سي ټي ډي زرائعو وينا ده چي دغه کاروائي په افغان ټاؤن شپ کښي د يو خفيه اطلاع پراساس ترسره شوي ده او په دي دوران ئي په يو خاص کور باندي چاپه اچولي ده چرته چي د نيولي شوي کسانو نه يو شمير موبائل سمونه برآمد شوي دي۔
دسرچينو ترمخه په جيوفينسنگ کې د١٠٠ؤ څخه 12 نمبرونه په جيوفينسنگ کې دسيمونو سره ميچ کوي، په داسې حال کې چې دحملې په مهال په جيو فينسنگ کې د100 څخه زيات نمبرونه مشکوک اعلان شوي اؤ دبريد څخه وروستو له 10 څخه تر 12 نمبرونه بلاک شوي دي.