د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشرې تنظيمې مشرې او سينئر نائب صدر مريم نواز وايي هغه کسان چې عمران خان يې صادق امين اعلان کړ نن خپل مخونه پټوي.
باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشرې تنظيمې مشرې او سينئر نائب صدر مريم نواز وايي هغه کسان چې عمران خان يې صادق امين اعلان کړ نن خپل مخونه پټوي.
د جيو نيوز د جرگې په پروگرام کې وينا کې مريم نواز وويل که عمران خان ريښتيا واى نو عدالت ته به يې د تيريان، توشه خانې او د بهرنۍ فنډنگ کيس کې حساب ورکړى واى.
د پروګرام په ترڅ کې مريم نواز دا هم وويل چې جنرال فيض کرنل د ثاقب نثار سره خبرې کولې.
تر دې وړاندې په راولپنډۍ کې د کارګرانو کنونشن ته په خپله وینا کې مریم نواز ویلي وو چې د تیري کیس یو اړخ دا دی چې عمران خان ولس او الیکشن کمیشن ته دروغ ویلي، اوس یې باید ومنو یا یې رد کړو. .