د چکوال په کلرکهار کې د بس د ټکر له امله ۱۵ تنه وژل شوي او تر ۶۰ زیات ټپیان دي

0
208

باغی ټی وی رپورټ
د چکوال په کلرکهار کې د بس د ټکر له امله ۱۵ تنه وژل شوي او تر ۶۰ زیات ټپیان دي.

د موټروې پوليس ترمخه دغه بس د اسلام آباد نه لاهور ته روانه وه کله چې کلرکهار سره نزدې د باراتي بس سره ټکر شو۔

د ریسکیو د سرچینو په وینا، بس د بریک د خرابیدو له امله له کنټروله وتلی او بل ټرک ته اوښتی او له بل ټرک څخه د راغلو ۳ موټرو سره ټکر شوی، چې په وژل شویو کې ۶ ښځې هم شاملې دي.

د چکوال ډپټي کمشنر قرة العين ملک وينا ده چې په دغه پيښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٦٤ کسان ژوبل شوي دي.

پيښه کښي ژوبل کسان د طبي امداد لپاره هسپتال ته منتقل کړے شوي دي۔

Leave a reply