اليکشن کميشن د پنجاب او خيبرپښتونخوا اسمبلۍ انتخاباتو په اړه د صدارتي دفتر مشاورتي عمل کښې برخه اخستو نه انکار کړے دے
باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: اليکشن کميشن د پنجاب او خيبرپښتونخوا اسمبلۍ انتخاباتو په اړه د صدارتي دفتر مشاورتي عمل کښې برخه اخستو نه انکار کړے دے۔
د چيف اليکشن کميشنر په مشرۍ کښې د اليکشن کميشن يوه مهمه غونډه شوې چې پکښې دا فيصله شوې چې اليکشن کميشن د دوه صوبائي اسمبلو د انتخاباتو په معامله د صدارتي دفتر مشاورتي عمل کښې برخه نه شي اخستې.
الېکشن کمېشن وايي د انتخاباتو مسله په مختلفو عدالتي فورمونو کې روانه ده او ادارې وړاندې د پاکستان صدر ته د فرورۍ په 19مه ځواب ورکړی دی نو د اليکشن کمېشن دريځ اوس هم د فرورۍ په 19مه نېټه په شان دی.
ياده دې وي چې صدر عارف علوي د پنجاب او خېبرپښتونخواه انتخاباتو په اړه چيف اليکشن کميشنر ته خط ليکلي وو او د بيړني مشاورت لپاره ئي صدر هاؤس بللي وو کوم چې د اليکشن کميشن لخوا رد کړې شوي وو۔ الېکشن کمېشن صدر ته په خپل ځوابي خط کې وئيلي دي چې اليکشن کميشن د خپل آئيني او قانوني ذمه واري څخه خبر دى، د خېبرپښتونخوا او پنجاب ګورنر تر اوسه د عامو انتخاباتو نېټه نه ده ټاکلې نو ځکه به قانوني لاره غوره کوي.