د جنوبي پوليسو ډپټي انسپکټر جنرل (ډي آئي جي) عرفان بلوچ وايي، د کراچۍ د پوليسو په دفتر (KPO) بريد تورن کسان د پوليسو يونيفورم اغوستی وو
باغی ټی وی رپورټ
د جنوبي پوليسو ډپټي انسپکټر جنرل (ډي آئي جي) عرفان بلوچ وايي، د کراچۍ د پوليسو په دفتر (KPO) بريد تورن کسان د پوليسو يونيفورم اغوستی و.
د سندهـ هائي کورټ کښې ميډيا سره د غيررسمي خبرو په مهال ډي آئي جي ساوتھ اوويل چې د مقدمې تفصيلات ليکلي دي چې ملزمان څنګه KPO ته رسيدلي دي، KPO کښې د سيکيورټي غفلت نه دے شوے ولې هغوي هم شهيدان شوي دي چې د دې نه څرګنديږي چې هغوي ډير مزاحمت وکړ. .
عرفان بلوڅ وویل چې د غفلت په اړه دننه پلټنې نه دي شوي، د ترهګرو د سهولت کارانو نیول شوي دي، پلټنې روانې دي، دومره لویه پېښه شوې ده، ظاهراً ګرفتارۍ روانې دي، چاپې هم روانې دي.
هغه وويل په دې اړه په ډاگه نۀ شي ويل کيدى، پوليس هم چاپې وهي، سي ټي ډي هم کارروائي کوي.