په برازیل کې د سختو بارانونو له امله سیلابونو ۳۶ کسان وژلي او ګڼ نور یې بې ځایه کړي دي

0
171

باغي ټی وی رپورټ
په برازیل کې د سختو بارانونو له امله سیلابونو ۳۶ کسان وژلي او ګڼ نور یې بې ځایه کړي دي.

دبهرنيو ميډيا له مخې دبرازيل په ساو پاولو ايالت کې له سختو بارانونو او طوفانونو وروسته سيلابي حالت رامنځته شوى، په داسې حال کې چې بارانونو هم په بيلا بيلو ځايونو کې دځمکې ښوئيدنې له امله تر دې مهاله د٣٦ؤ کسانو دوژل کيدو پخلى شوى دى.

د ميډيا رپورټونو ترمخه د سخت باران او سيلاب صورتحال له وجې لويه لاره هم ډوب شوې او امدادي ټيمونه په سيلاب کښې د بندو کسانو په ايستلو او د سړکونو په بحالولو بوخت دي۔

ځايي چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ په ساو پاولو کې ۶۰۰ ملي متره باران ثبت شوی، چې په دې میاشت کې تر اټکل ډېر دی.

د ساو پاولو د سیمې د ساو سباتیو ښاروال په وینا، د لټون او ژغورنې ډلې د سخت سیلابونو له امله ډیری ځایونو ته لاسرسی نلري، په داسې حال کې چې موږ لا تر اوسه د زیانونو دقیق اټکل نه لرو، یوازې د قربانیانو ژغورل. دا زموږ لومړیتوب دی.

د ښاروال په وينا، له بارانونو راهيسې تر ٥٠ ډېر کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او لسګونه کسان لادرکه دي، په داسې حال کې چې د ٣٥ کسانو د وژل کېدو پخلى شوى او ډېرى يې بې کوره شوي دي.

د برازیل د ملکي دفاع ادارې د سېلاب د وضعیت له امله د لا زیاتو تلفاتو وېره څرګنده کړې ده.

Leave a reply