د پاکستان او افغانستان خلق یو مذهب،کلتور او رسم رواج لري

0
166

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان او افغانستان خلق یو مذهب ،یوشان کلتور او رسم رواج لري خو له بده مرغه د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمینځ د ډیر وخت راهسې اړیکې ښې نه دي او د هیوادونو چې مسلمانو هیوادونو دي قوي اړیکې و نه ساتل شوې.
د ځایی سرچینو او خبریالانو مطابق نن د ګل په ورځ هم د پاکستان او افغانستان ترمینځ په ګډه پوله تورخم کښې د دواړه اړخه سختې درنې ډزې وشوې.
د ځایی خلقو مطابق د ډزو له امله د دواړو لوري اولس ترمینځ د ډزو له وجهې سځت ډار خپور شوې خو ډزې بیا زر ودریدې.
افغان چارواکو مطابق په پوله یو افغان مریض سره بل همکار ته اجازه نه ورکول کیدله چې د مریض سره پاکستان ته داخل شی چې بیا د افغان چارواکو له لوري احتجاجا د تورخم پوله د عام تګ راتګ او د سوداګریزو ګاړیو په مخ وتړل شوه.
دلته دا خبره ضروري ده چې باید تقرار شی چې د افغانستان او پاکستان اولس یو بل سره مینه لري ځکه دوی د اسلام په سپیځلې دین یو بل ته نزدې او نښختې دی او دې هیڅ کله هم د یو بل څخه جدا کیدل نه غواړي.
په داسې حالت کښې چې افغانستان او پاکستان اولس یو دین ،کلتور او رسم رواج لري باید ددې کورنې جګړو ښکار نه شي، باید په تورخم پوله د شخړو هوارولو په اړه افغان او پاکستان اړخ چارواکي یو بل سره کیښني او دا شخړې د خبرو له لارې هوارې کړي.

Leave a reply