تورخم کې د پاکستان او افغان لوري تر منځ جګړه ودرول شوې او د ستونزې پر حل خبرې کېږي
تورخم کې د پاکستان او افغان لوري تر منځ جګړه ودرول شوې او د ستونزې پر حل خبرې کېږي
د تورخم له سیمې یو شمېر ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرېږي چې خلک د دواړو لورو د نښتې له امله خوندي ځایونو ته منډې وهي. تراوسه د تورخم د جګړې په اړه دواړو لورو څه نه دي ویلي او همداراز يې د مرګ ژوبلې په اړه هم کره معلومات نه شته.
(2023 / 2 / 20 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
په تورخم کې د پاکستانیو او ا.ا ځواکونو ترمنځ نن سهار نښته شوې ده. دغه نښته وروسته له هغه رامنځته کېږي چې تېر ماښام د افغان سرپرست حکومت له لوري د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې وتړل شوه او ویلي یې دي چې دا کار يې د پاکستاني چارواکو د ژمنو نه عملي کولو په غبرګون کې کړی دی.
د تورخم له سیمې یو شمېر ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرېږي چې خلک د دواړو لورو د نښتې له امله خوندي ځایونو ته منډې وهي. تراوسه د تورخم د جګړې په اړه دواړو لورو څه نه دي ویلي او همداراز يې د مرګ ژوبلې په اړه هم کره معلومات نه شته.
اړوند موضوعات:
پاکستاني پوځیانو د کندهار پر سپین بولدک د هاوان مرمۍ توغولې ا.ا غبرګون ښودلی
باغي ټلویزیون ته رسېدلي معلومات ښيي چې ستونزه د دواړو لوریو د سوءتفاهم له امله رامنځته شوې وه، چې اوس جګړه ودرېدلې او د دغې او دېته ورته ستونزو پر حل خبرې کيږي.