د ملي دفاع وزارت د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه ۴۰۰ تنو نظامي زده کړې ترسره کړي.
د ملي دفاع وزارت د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه ۴۰۰ تنو نظامي زده کړې ترسره کړي.
19 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تیره ورځ د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه ۴۰۰ تنه مجاهدین د نظامي او عقیدتي زده کړو وروسته د مسلحو قواوو لوی درستیز په حضور د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغو مراسمو کې د افغان دولت د پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین ” فطرت” او د یادې قول اردو مسؤلینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.
د پوځ لوی درستیز فارغ شوي امنیتي کسان خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل چې د خپلو امیرانو اطاعت وکړئ او د اسلامي امارت رهبري د یوې اسلامي، مجهزې، مسلکي، روزل شوې او په ماډرن اسلحو سمباله اردو جوړولو ته ژمن دی.
اړوند موضوعات
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۵ البدر قول اردو څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین فارغ شوي.
همدا راز یادو فارغانو ژمنه وکړه چې په هر ډول شرایطو کې به د اسلامي نظام او خلکو لپاره خدمت کوي.