د خېبرپښتونخوا په اپر کوهستان ضلع کښې د داسو هايډرو پاور پراجېکټ د جوړولو مهم ګام سرته رسېدلی دی

0
188

باغي ټی وی رپورټ
د خېبرپښتونخوا په اپر کوهستان ضلع کښې د داسو هايډرو پاور پراجېکټ د جوړولو مهم ګام سرته رسېدلی دی.

د واپډا وياند ترمخه داسو هائيډرو پاور پراجېکټ سايټ کښې سيند ډيورټ کړے شوے دے، سيند اوس د منصوبې په ځائې د قدرتي چينل پرځاې د ډيورېشن تونل نه تېرېږي۔

د واپډا وياند ترمخه د سيند د ډيورنډ نه پس په موقتي بند باندي د تعميراتي کاروائي شروع کړے شوي ده او د عارضي ډيم د کار مکمليدو نه پس به د داسو منصوبې د مهم بند د جوړولو کار شروع شي۔

د واپډا وياند ووئيل چې د منصوبې ترمخه د دويم ډائيورژن سرنګ به هم د اپرېل تر نيمائي پورې بشپړ شي، د زياتې روانۍ موسم په مهال به د سندھ سيند اوبه د دواړو ډېورونو نه تېرېږي۔د 4320 مېګاواټ داسو هائيډرو پاور پراجېكټ بشپړه كړې شوې.

د واپډا وياند له مخې د منصوبې د اول فېز نه د بجلۍ پېداوار په كال 2026 كښې پېل كېږي۔

د واپډا چيئرمېن سجاد غني د سېند سيند رخ بدلولو د پروژې انتظاميې ته مبارکي ورکړې ده.

Leave a reply