د کراچۍ د پولیسو پر دفتر (KPO) برید کې ټپي شوی یو بل پولیس مړ شوی دی
باغي ټی وی رپورټ
د کراچۍ د پولیسو پر دفتر (KPO) برید کې ټپي شوی یو بل پولیس مړ شوی دی.
د پولیسو په وینا د جمعې په ماښام د کراچۍ د پولیسو په دفتر برید کې چارواکی عبدالطیف هم ټپي شوی و چې په روغتون کې تر درملنې لاندې و، خو ژوندی پاتې نه شو.
دپوليسو دچارواکو له مخې دغه افسر په عبداللطيف سيکورټي ډيويژن کې تعینات ؤ.
په کراچۍ کې دپوليسو په دفتر بريد کې دشهيدانو شميره 5ؤ ته لوړه شوې ده.
بل خوا د کراچۍ د پوليسو په دفتر د بريد مقدمه د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) پوليس سټيشن کې درج شوې ده.
مقدمه د صدر تھانې د ایس ایچ او په شکایت درج کړې شوې ده، مقدمه کې د ترهګرۍ، قتل او د قتل کوشش شامل دي، مقدمه د درې بریدګرو، فرار ملزمانو او سهولت کارانو په ضد درج کړې شوې ده.