د پېښور په سریزۍ سیمه کې یوې نوې واده شوې ناوې د کورنیو شخړو له وجې ځان وژنه کړې ده

0
91

باغي ټی وی رپورټ
د پېښور په سریزۍ سیمه کې یوې نوې واده شوې ناوې د کورنیو شخړو له وجې ځان وژنه کړې ده.

د پوليسو په وينا، د مېرمنې له خپل مېړه او خسر سره شخړه روانه وه، چې له همدې امله يې مېرمنې پر ځان ډزې کړې، چې له امله يې نوې واده شوې ناوې وژل شوې ده.

دپوليسو ترمخه په پوليس سټيشن کې دنجلۍ دخودکشي کيس مقدمه درج کړې شوې ده، نوې واده شوې ناوې په سينه کې دگولۍ لگيدو له امله مړ شوې ده، دوژل شوې ښځې دوه مياشتې وړاندې واده شوى ؤ.

د پوليسو په وينا، د وژل شوي کس بيان په ټپي حالت کې ثبت شوى، چې په کې يې د ځان وژنې لامل کورنى تاوتريخوالى ښودلى دى.

دپوليسو وينا ده چې په لمړي ځل ددفعه 325 لاندې مقدمه درج کړې شوې ده، دپيښې نوره پلټنه به کولى شي، که ضرورت پېښ شو نو ايف آئي آر کې به نور تورونه هم شامل کړل شي.

Leave a reply