د پیښور او تورخم په لویه لار د درې لکه ډالرو د غلا پیښه، کسټم ایجنټانو غوښتنه کړې چې د ډالرو لوټ کولو غلو په ضد دې قانونی کاروایی وشي

0
174

باغي ټی وی رپورټ
د 20 ورځو په تیریدو سره هم پولیس او تحقیقاتي ادارې د لنډیکوټ پولیس سټیشن او ایف سی کینټ سره نزدې د ډالرو د غلا کولو پیښې په اړه پلټنې نه دي کړي. د تورخم کسټم کلیرینس ایجنټانو او متاثره کسانو خبری غونډې ته وینا.

د لندې کوتل په پریس کلب کې یوې خبري غونډې ته تواب شینواري وویل چې د جنورۍ په ۳۱مه د لندې کوتل په بای پاس او د لنډې کوتل د پولیسو مرکز ته څېرمه د شپې په ۹:۳۰ بجې دوی څخه درې لکه امریکای ډالر وسله والو کسانو په زور واخسته،دوی اوویل چې د پیښې سمدستی په 5 دقیقو کې د لنډی کوتل پولیس سټیشن ته راپور ورکړل شو، مګر د پولیسو د سستۍ له امله تورن په پټیدو او تښتیدلو بریالی شو.

دوی تور ولګول چې د حیرانتیا خبره دا ده چې په بای پاس باندې د پولیس پوسته د پیښې نه دوه ورځې وړاندې تړل شوې وه او بیا د پیښې نه یوه ورځ وروسته بیرته پرانستل شوه چې ګڼې پوښتنې را ولاړوي خو د حساسو ادارو او پولیسو لخوا لا هم کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي.

اسرار او افتاب شینواري اوویل چې د دې پېښې له امله دوه اړخیز تجارت او پاکستانی او افغانی ایکسپورټران بې باورۍ او سختو اندیښنو سره مخ دي.دغه ډول پيښو په حکومت د تاجرانو او صنعتکارانو باور کمزوری کړی کوم چې د پاک افغان تجارت لپاره لويه انديښنه ده.
دوی اوویل چې که چرې پيسې برآمد نه شوې نو مونږ به د تاجرانو، کسټم ايجنټانو او ټولو سياسي ګوندونو سره په ګډه احتجاج پیل کړو او د آئي جي پوليس دفتر او کور کمانډر پيښور د دفتر نه بهر به هم احتجاج وکړي.

Leave a reply